tolafghan.com |
د اوداسه فرضونه:-
د اوداسه فرضونه څلور دي.
د اوداسه سنتونه ١٣ دي چې په لاندې ترتيب سره بيانيږي.
١) نيت دي
٢ ) بسم الله الرحمن الرحيم وېل دي
٣ ) د واړو لاسونو پرېمنځل دي تر مړوندونو پورې
٤ ) د خولې پرېمنځل دي .
٦ ) د پوزې پرېمنځل دي
٧ ) د ګوتو په واسطه د ږيرې خلالول دي .
٨ ) د ټول سر مسح کول دي .
٩ ) د دواړو غوږونو مسح کول دي .
١٠ ) د لاسونو او پښو د ګوتو خلالول دي .
١١ ) درې ، درې ځلې د هر غړي پرېمنځل دي .
١٢ ) په هغه ترتيب د غړو پرېمنځل دي څرنګه چې په آيت شريف کې راغلي دي .
١٣ ) د لومړي وينځل شوي اندام له وچېدونه د مخه ورپسې د بل اندام ويځل دي.
٥ ) مسواک وهل دي .
د اوداسه ماتوونکي
د اوداسه ماتوونکي څېزونه په دې ډول دي.
١ )
د شرم د ځايونو څخه د څه شي وتل دي. ٢ ) له بدن څخه د وينې يا زوې وتل او جاري کېدل . ٣ ) په ډکه خوله قی کول . ٤ ) هغه وينه ده چې له خولې څخه راشي او لاړې پرې غالبه نه وي . ٥ ) په ملاسته خوب ، يا په ناسته خوب په داسې حال کې چې کوم شي ته يې تکيه کړي وي هغه ترې لرې شي پرې به وځي . ٦ ) بې هوشي . ٧ ) مستي ( نشه کېدل ) ٨ ) لېونتوب ٩ )په لمانځه كي په قهقه خندل دي
د اوداسه ترتيب
١ ) لومړی به د اوداسه په نيت بسم الله الرحمن الرحيم ووايي . ٢ ) دواړه لاسونه به تر مړوند پورې درې ځله پرېمنځي . ٣ ) مسواک يا د شهادت ګوته به په خوله کې ووهي ، او په ښي لاس به درې کرته خولې ته اوبه واچوي او غړغړه به وکړي.
٤) په ښي لاس به درې کرته په پوزه کې اوبه واچوي او په چپ لاس به پوزه سوڼ کړي او پاکه به يې پرېمنځي . ٥ ) درې ځله به ټول مخ په دواړو لاسونو پرېمنځي . مخ د تندي د ويښتانو د شنه کېدو له ځايه څخه تر زنې لاندې ، او د يو غوږ د نرمۍ څخه د بل غوږ د نرمۍ پورې دي . ٦ ) که ږيره ګڼه وي نو حلال به يې کړي او که رنګۍ وي ، نو هڅه به وکړي چې د ويښتانو بېخو ته اوبه ورسيږي. ٧ ) بيا به دواړه لاسونه ، لومړی ښي لاس او بيا به کيڼ لاس د څنګلو سره پرېمنځي . ٨ ) د لاسونو ګوتې به خلال کړي . که چېرې ګوته ، بنګړي او ګړۍ په لاس وي ، له خپلو ځايو څحه به يې ښکته پورته وخوځوي تر څو ترې لاندې ځايونه لامده شي . ٩ ) بيا به دواړه لاسونه لامده کړي او ټول سره به له اوله تر آخره پورې مسح کړي . ١٠ ) بيا به په غټو او مسواکي ګوتو د غوږونو ظاهري او دننه برخه مسح کړي . ١١ ) بيا به لاسونه لامده کړي او د هر لاس د درې ګوتو په شاه به غاړه مسح کړي . ١٢ ) بيا به دواړه پښې ، لومړی ښي او بيا به کيڼه پښه د غوزانو سره درې کرته پرېمنځي .
دكوچني توب وختونه داسي دي چي يو ورځ له ورځو چي ګرانه مورجانه بازار ته په خوراكي توكو پسي تللې وه او خسته له خرېداري څخه خپل كور ته ستنه شوه اودسوداء دروند زنبيل يي كيښود .
دمشر زوي سترګي يي چي پرمورجاني ولګيدي مخې ته ېي ورمنډه كړه . او ورته يي وويل مورجانې ، مورجانې كله مي چي په انګړ كي لوبې كولې او پلار جان هم په تيلفون كي خبري كولي .
نو سلګې دكور په ديوال چي په نژدي وخت كي د رنګ كړه وه په ماركر يي انځورونه رسم كړي دي.
او مورجانه چي زياته په غوصه وه دكوچنكي سلګني خوني ته لاړه او سلګې له ډاره دتخت لاندي پټه شوي وه .
مورجاني ورته غږ وكړو . ته يوه ډيره بده انجلي يي او هغه ټول ماركرونه يي په كچره داني كي واچول .او سلګي له غوصي په ژړا شوه .
شل دقيقي ورسته مورجانه چي دډوډي خوړلو اطاق ته لاړه نو سلګې په هغه سره ماركر (توش) ديو غټ زړه(قلب) انځور رسم كړي وه
او په منځ كي يي نوشته وه : مورجاني ته مي خوښيږي ، تاسره مينه لرم
محمد جان ( سروري )
دست طوفان حوادث بر خانه قلبم تاخت
ندایی از درون بر خاست
دور شو
دور شو
این خانه مهر هست
مستحکم و پا بر جا
در اینجا نور هست
نور ایزدی
که تو به آن پی نمى بری
چرا که تو غیر هستی
بیگانه
دور از مهر
دور از زنده گی
دور از عاطفه
شاید تو ویران کنی
هستی مرا
ظاهر مرا
مگر باطن با منست
حیات با منست
روح با منست
پاکیزه گی، آسایش، آرامش
نور با منست
تو به تاریکی پنا ه بردی
مرگ با تو
فنا با تو
چشمانت را ببند
من بتو غلبه میکنم
تاریکی
من نورم.
اختر مو مبارک شه
خاونده ژر تر ژر اختر کړې
چې د عاشقانو سره وشي دیدنونه
روژه به تېره په سفر كړم
اختر ته كلي ته درځم خوشاله يمه
اختر د واړو مبارک شه
زه به خپل سره لاسونه يارته ورکومه
په سپينه خوله كه روژه ماته
د كفارت روژې به دواړه ونيسونه
چې مازيګر شي ښكته لمر شي
په چا اختر شي څوك د غم ژړا كوينه
اختر دې تا ته مبارك شي
چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه
اول روژه وي بيا اختر وي
په بيلتانه پسې وصال دى رابه شينه
د اختر شپه د هغې ځار شه
په کومه شپه چې سر دیار په څنګل ږدمه
اختر د جونو مبارك شه
زاڼې د بل وطن مرغان دي لاړ به شينه
د کوچني اختر د رارسیدو له کبله ټولو ګرانو مېنه والو ته
د زړه له کومې مبارکۍ وړاندې کوم. هیله من یم چې د
روژې مبارکه او بختوره میاشت مو په بشپړه درناوي او
عبادتونو سره تیره کړي وي.
سريزه
د لیکوال اوشاعر ټاټوبى:
مخکې له دې چې دلیکوال او شاعرپه پېژندنه اوژوند ليک په تفصيل سره خبرې وکړو بده به نه وي چې لمړى دشاعر په ټاټوبي او دهغه په جغرافيوي موقعيت څه لنډ ه شانته رڼاواچوو.
منې چې له يو زړه نه بل ته تاردي ؟
منكرنشې داحكمت دكردګاردى
زما زړه راته څرګنده ائينه شوه
د همدم زړه مې په ماباندې پرهاردى
هيڅ د روح په تسلسل يې باورنه شى
زاهد چاويل ملګروچې هوښياردى
دلمرمخيود تايفې ظلم عادت دى
زمايار دى كه ظالم دى كه خونكاردى
زه د روح په ائينه كې هرڅه ګورم
هريو څيز په معنويت راته اظهاردى
زه په زړونو سلطنت كوم زاهده
زما زړه دى هرچې ستاپه سترګوخواردى
زيارمل وردګ
سوله مل شینواری
براتېسلاوا، سلواک
د شپې يوه بجه
د ۲۰۰۷ زېږدي کال د مارچ
محقق صاحب! تعصب څه ته وايي؟

په دې وروستيو کې د هغه ګوند غړي هم خپل غږ پورته کړى چې يو مهال به يې د خلکو په سرونو مېخونه ټک وهل او له ښځو يې تي پرې کول، پر انسان به يې تېل شيندل او بيا به يې اور ورته کاوه او رقص مرده به يې ورته وايه.
ښاغلي محقق د اطلاعاتو او کلتور پر اوسني وزير ښاغلي عبدالکريم خُرم پسې خوله خلاصه کړې او د هغه پر کړنو يې نيوکه کړې چې ولې لوحې په پښتو اړوي او يا يې ولي نګارستان په ګالري اړولى دى.
د ډېرې حيرانۍ ځاى دى، ښاغلى محقق د هغو بېوزلو انسانانو پر مړينې د خپل اعتراض پورته نه کړ چې په تېرو يخنيو کې په بادغيس، هرات او نورو سيمو کې ووژل شول يا يې د يخنۍ له کبله ډاکټران پښې او لاسونه غوڅوي.
ښاغلي محقق د هلمند ولايت په بمباريو کې د سلګونو بېګناه خلکو پر مړينې د خپل اعتراض غږ پورته نه کړ چې په لسګونو يې ښځې او ماشومان وو.
د ايراني کلتور د دفاع لپاره يې ډنډوره پسې اخيستې ده؟؟ افرين دې وي پر داسې رهبرانو. که له ښاغلي محقق څخه پوښتنه وشي چې د طالبانو د ړنګېدو پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پښتو نه وه؟
ايا ګالري له لومړۍ ورځې چې جوړه شوې وه، ګالري نه وه؟ کله چې ستا رهين هغه وخت دا لوحه په ايرانۍ بڼه اړوله ته مړ وې؟
ښاغلي محقق پر اوسني وزير ډېرې نورې سپکې سپورې هم ويلي دي، هسې هم ښار ناپرسان دى څوک به دا خبره ورسره څېړي، رښتيا هم له دوستم سره چا ګز کړه.
له ولسي جرګې څخه هيله کوو چې د ځينو ګنده څېرو پر خوله د چوپتيا مهر ولګوي، هسې به مو په ملي او نړيواله کچه وشرموي.
قمرزمان خټک
ستا محبت ته مې سلام جانانه
کړم به ژوندون زه ستا په نام جانانه
زه خو په تا باندي له سره تیر یم
د بي وفا مه کړه الزام جانانه
ستا د ریښتوني محبت په خاطر
ډیر دې کومه احترام جانانه
د محبت لمن به پرې نه ږدمه
که شم هر څومره پرې بدنام جانانه
دا زه قمر د پکې ګیر کړم څنګه
څه په چل ول دې کیښود دام جانانه
موږ هلکان چې به درسته ورځ په لوبو پسې ورک وو، مازیګر به چې غواوې پخپل سر له پادې په پولې راروانې وې، هره خوایې شولو او غنمو ته کپونه اچول، ابا راته وې چې،«یه ستن خوړلیه ! چېرته ورک وې. » د ستن خوړلي په مانا نه هغه وخت پوهېدم نه اوس خو یو څه مې سر مېرمنې را خلاص کړ، « ته لکه ستن خوړلی، ځې راځې، یوه پښه دلته، بله کابل کې. چې زړه دې نه صبرېږي هماغلته ځان خوندي کړه.»
بیا لاړم، بیا راغلم. ما ویل یو څه خواږه به د ځانه سره راوړم، خو چې اوس لمن څڼم،ګلوکز مې شپه وه، ما تشه لمن راوړه، ایله یوه نیمه د کار خاطره بیا مومم. ملګري او مېوه خو خواږه وو،. خلک خواږه ووخو د خلکو شومه زهر هلایل . زیاترو یارانو ځانونه غولول، هماغه مېلمستیاوې وې، د پغمان مېلې او بنډارونه و، خو ما ته داسې برېښېدل لکه ټول چې په ټایټانېک بېړۍ کې سپاره یو. ډالر لا هم څه د پاسه، څه لاندې پنخوس افغانۍ، مېوې هم څه وللي څه ناولي ، پرېما نه ، د مچانو هجوم ورباندې لا تر پخوا کم، ځکه چې ځینو جالۍ پرې غوړولې. ستونه د پخوا په شان غوړ او مېلمه پالنه بېدرېغه، خو ما ته د هغه روس خبره درېده چې د شوروي په وخت کې کوم لویدیځ خبریال پوښتلی و چې ګوزاره مو څنګه ده ، ده ځواب ورکړی و ،« تېرېږي. حکو مت داسې ښکاروي چې ګویا معاش راکوي ، او موږ داسې ښکاروو چې ګویا ورته کار کوو.»
کرزی ښه سړی دی، ارګ کې لمونځ نه قضا کوي. کرزی بد سړی دی، هسې معامله ګر ګوډاګی دی. اشرف غني پرې شرف لري خو ملا ماتی په کمپاین نه پوهېږي.
عبدالله ته رایې ور کړئ، مور یې پښتنه وه. ګورئ چې ور یې نه کړئ، د درواغو ګوډی، د پښتنو فسم خوړلی دښمن دی. که بهرنۍ قواوې ووځي موږ به لېوان وخوري، بیا به طالب بازار وي.دغه طالبان پخپله امرېکا راوستل ، اوس یې خدازده بیا څه چل جوړ کړی دی. یره طالبانو ! د بد پیره سزا بدمذهبه ور کوي، که خدای مو بیا راولي. یره کرزیه، ته مو د عبدالله نه وېروې! موږ دې د سارا لېوان وخوري خو چې ستا مخ ورک شي. نه ، د اځل به کرزی زموږ د نګین لاندې وي. کابینه مو د وخته ورته جوړه کړې دّو زیاتي به دوستم واکي او مار شال واکي نه وي.
وږمودپسرلونه جوړې جوړې ترانې شــــــــــــــــــوې
څپې دتازه هيلو په هر لور خورې ورې شـــــــــــــــوې
ګل پاڼې اوشبنم يې دګامونونه جــــــــــــــــــــار وزي
هرځل چې دجانان مې په چمن كى ننــــــدارې شوې
كوڅه كى يى روانى جنـــــازى درقــــــــــــــــــــــيبانو
يارماسره پخلاشوترې چاودلې يې زارې شــــــــــوې
استازى دوصــــــــال اوس رانه غواړي زيري زيري
ماهرڅه يارنه ځاركړل اوس مې سختې ګزارې شوې
نقاش دطبيعت كړله وړيادا انځــــــــــــــــــــــــــــــورونه
ترې ډكې له حسنونواوخوندونوكنـــــــــــارې شـــوې
(حقـــــــــــــــــــــپاله) نذرانه كړه په بدل كي روح اوځان
ادايې كله كله دنعــــــــــــــــــــــــــــــمت ديوزرې شوې

دامې شیخي مه ګڼه
پدې رقیب غولوم
وینا همدا ورته کړم
چې مې تسپې لاس کې دي
ددې نړۍ له ښکلیو
زما وټن دی لرې
هلته به زه
زما دتسپو
داسلیځ لړ
دغاړې هارکړم ستا
چې دا یاغي قسمت مې
دغه دعشق پاچهي
په رسمیت اومني
لیکوال (محمدعلي عمري )
ګرانې سلام!
تیر اختر دې بختور شه
جوړ د زړه دې هر پرهر شه
ته به ومني که یه
د اختر د لومړۍ ورځ په سهار
ما د خپل ټوټي ټوټي او ناروغ زړګي
د خلوص او صفا نه ډکې ډکې مبارکۍ
په یوه ګوښه خلوت کې
د خپلو اوښکو په بدرګه
ستا متبرک او حسین خیالي انځور ته وړاندې کړلې
هیله من یم!
هیله من یم چې په زړګې دې در تیر شوي
او یا دې هم ښۍ سترګه رپیدلې وي
په پای کې بیا هم درته وایم
چې تیر اختر دې یو ځل بیا بختور شه!
سليمانخيل
اموخته چې څوك د مينې په جنجال شي
وي ژوندى خو نور د مړي په مثال شـي
ښائيستونه به ئې نوره هم سـيوا شــي
كه ئې پورې په لنډۍ زنه شين خال شـي
خداى خو شته دى كه څوك نه لرم جانانه
يوه ورځ به د ضرور كــبر زوال شـي
زندګي مې د خداى بيرته رانه واخــلي
كه بې تا مې د بل چا د مينې خيال شـي
د جنت زيرى به څنګه نه پرې كــيږي
چې مين څوك په اشنا لكه بـلال شـي
ما ته ياده اشنا ستا د مخ څــيره شـي
چې ښكاره په تورو غرو د بوډۍ ټال شي
درمان داسې ستا غمونو اوتـر كــړى
لكه ښار ته چې راپيښ كوم كليوال شي
قدرت الله درمان
کله نا کله مې هوښيار زړګی نادان غوندې شي
دعشق دا ستړي سفرونه ورته ګران غوندې شي
چې ستا په مينه، ستا په سترګو ورته و ګورمه
ددې نړۍ هر يو انسان راته جانان غوندې شي
خيالي جهان،خيالي انسان او خيالي ژوندجوړ کړمه
ستاداحسا س په يوه څړيکه هر څه وران غوندې شي
هر يو ارمان به مې د ستوري په څېر وځليږي
که مې زړګی په ريښيا لوی دلوی اسمان غوندې شي
محبوبه ؛ تاته چې درګورم زړه مې وبر ېښيږي
پر ګرېوانه مې درڼو اوښکو باران غوندې شي
محمد شفيق حقپال دمحمد يونس زوى په ۱۳۴۴لمريزهجري كال كې دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دكريمدادودقريي دمارخانې په كلي كې زيږيدلى .لومړنۍ اومنځنۍ زده كړى يى دكابل په سپين كلي ليسه كې نورى زده كړى يي دكابل تخنيكم دبرېښنا په څانګه كې پاى ته رسولي .
د آرمان غونډۍ
ځوښ د مينې مې د زړه د هر يوه رګ په جريان راغى
په ټټر چې شرنګېدونكى د پاوليو كاروان راغى
سرخي كښيناسته د هيلو د غوټيو په سرونو
چې يې خوا ته بيا د وصل له آسمانه باران راغى
غېږ په غېږ شول اميدونه له ډيوو سره خوښۍ كې
په خندا خندا د سپين سهار سپېڅلى جانان راغى
له بدن يې كړې را تاو نرمې منګولې د رڼاوو
د بېلتون تورو بلاوو ته خطر د فقدان راغى
سره ګلان د پيوستون يې په وربل خښ وو بې شمېره
د موسكا راز يې رخسار ته په هر ټا كې مهمان راغى
"احمدي" يې تر لاس و نيو د ښكلاوو يوه بهير ته
چې د لمر څرك يې راخور بيا په غونډۍ د آرمان راغى
اوس نو هر څه درته وايم
نور نو د پټې خبر نه ده پاتې
نور مې د ځان ملامتۍ نه خلاصيدلى نه شم
پوهيږې؟!
جنګ كې ماته هله راځي
چې زه په خپله ګناه وپوهيږم
نور زه پوهيږم چې د خداى او بنده
او ستا د سترګو ګنهګار څومره يم
هو! ما په مينه كې د مينې د آبرو په خاطر
د مينې نوم سره جفا كړې ده
او ما په خپل لاس هغه ټول قولونه
هغه وعدې، هغه د مينې پيمان
او ستا باور مات كړي
هيڅوك، په دې لويه دنيا كې پوهېدلى نه شي
چې ((انسانيت)) كله د ((عشق)) په لوى قاتل بدليږي
څوك به د عشق او انسانيت د جنګ په راز پوه شي؟
ما په دې جنګ كې خپله توره سره كړه
زه لوى قاتل شوم او سپېڅلې وينه وبهېده
ما ستا د هيلو پيغلې ووژلې
او ما د خپلو ارمانونو زلمي ټول حلال كړل
ته وايه ولې؟!
بس د ژوند او انسانيت په خاطر
زه يو عادل پاچا شوم
يوه ښايسته شهزادګۍ
شوه د دښمن پاچا پر زوى مينه
آ بل پاچا زما رعيت پسې وه توره ايستې
اول ما خپله شهزادګۍ په وينو ولړله
او بيا د بل پاچا جګړې ته ولاړم
ټول رعيت لاس پورته كړ
زموږ عادل پاچا دې خداى و بښي
زموږ پاچا ده يوه لويه قرباني وركړې
او زه عادل پاچا شوم
د خپل رعيت په خاطر
د قربانۍ ستورى شوم
ټوله دنيا كې مې لوى نوم پاتې شو
مګر د عشق په وړاندې
څه شرمنده څومره سركوزى ناست يم
هغه سپېڅلې ها ښايسته شهزادګۍ
بس لكه لمر د عشق پر هسك ځليږي
او د ما د خپل رعيت لپاره هغه ووژله
ما ستا لپاره هيڅ يو ګل را نه وړ
ما خپلې ګوتې تورو خاورو كې ونه كرلې
ما ويل له ګوتو به اغزي را شنه شي
خداى مه كړه څوك به پرې ازار غوندې شي
ما خپلې ګوتې تورو خاورو كې و نه كرلې
او ستا پيكى له ګله تش پاتې شو
ما ستا د عشق د قتلولو په نيت
د انسانيت ډېر شعارونه جوړ كړل
ما ويل كه بل ووژنم
زه به قاتل شم
خو هغه به لكه لمر پر هيڅ افق باندې و نه ځليږي
خو ته مې ووژلې!
چې اوس د عشق د هر قدم رڼا يې
ته زما د شعر اتله
چې ښايي هيڅ تا ته ارزښت نه لري
ما ستا په قتل تا ته هر څه دركړل
لكه مكه كې قرباني د ذبيح
لكه جنت كې د شهيد انګازه
لكه د ټول تاريخ پر ټنډه د ايثار نشاني
عشق ستا په نوم يو بل تاريخ پيل كړ
او تا د مينې له آسمانه بل كتاب راوړ
خو زه په دې عصر كې
لكه يو لوى ګنهګار
ستا د سپېڅلې قربانۍ نښه شوم
چې هر مين به مې په شګو ولي
زه ګنهګار يم، مقدس ګنهګار
د عشق له وينو
هره ورځ د خپل ضمير ډيوې ته تېل وركوم
زما قرباني لويه ده!
چا به خپل زوى وي په رسۍ تړلى
او په مرۍ به يې چاړه راكاږي
څوك به خپل پوست كې د چينجيو
د خوراك لپاره غوښه ګوري
څوك به ظالم ته هم له خدايه ځنې رحم غواړي
څوك به سينه
د دښمن تېغ ته لكه سپر ونيسي
څوك به د وينو كربلا ته وي په خپله روان
خو د تاريخ له قربانيو څخه
تر ټولو لويه قرباني زما ده
چې اوس يې وايم درته!
زه به يې ووايم، خو ويره لرم
چې د اسمان ستوري را ونه لويږي
او لمر له ډېر شرمه ويلي نه شي
توتكۍ مړې نه شې
تاووس له غمه و نه سوځي
زه به يې ووايم خو وېره لرم
چې د دنيا عاشقان ټول
زما د سنګسار لپاره
غرونه لاسونو كې را پورته نه كړي
او د بحرونو سترګې اوښكو څخه وچې نه شي
زه به يې ووايم خو وېره لرم
چې اسرافيل خپله شپېلۍ پُو نه كړي
او زما كيسه خداى مه كړه پاتې نه شي
زه به يې ووايم خو زما محبوبې!
ستا ښكلې سترګې به يې و نه مني
چې ما د يو انسان د ژوند په خاطر
د خپلې مينې غاړه غوڅه كړله
او ما يوازې انسانيت ته د وفا په خاطر
مينې ته
نه وويل!!!
عبدالغفور لېوال
دوه بیتونه
چاښامارانو ته سینې خلاصې کړې
څــوک یې بیا سم په دا سرونو ولی
زماکابلی ورته مـــــــــــــډال ورکوی
خـــــــوبغـــــدادی یې په بټونو ولی
ولي خان شبګیرهند
بس دي تــــــــورې ســترګې دغزل مضمون
لږمو شـــــــــــــاعــــــرانو کړئ بدل مضمون
نــوره دادغــــــــــــــــــم کېسه درټوله کـــړه
نـــــــوردپه مـــــــونږ نه چلیږی خپل مضمون
بومې زئ په دارمې کړئ منصــور به شــــم
بې لــــــه سرکشۍ نلـــــــــرم بل مضمون
بیابه په سنګر دتکبیر غـــــــــــــــږ خپورکړم
بیا به راژندئ کړم دمـــــــــورچل مضــــمون
ټولــــه شپه ده هـــــــم په شبګیر تیره کړه
بیا چې کړي فــــــــــریاد وایي بلبل مضمون
زه لـه خـدايـه غـټ څاڅكي باران غواړم تـــــــه پـكـې لــمده شـه چـې دې وګـورم
ډيــر دې لېـوني كــړل ډير يـريـږي اوس حـسنه غـرغـره شـه چـــــــې دې وګورم
شــيخ كــــه د كـعـبې پـه نوم ونه ليـــــدې مـاتـــــه مـيـكده شـــــــه چې دې وګورم
تــــه داخـــــــوبــولـې سـترګـې مه غړوه ســـركېـده ويـــده شــه چــې دې وګـورم
دومـــره مــسافـــر څــپانــد تـــــه ووايــه زمونږ كره دې شپه شه چې دې وګــورم
عبدالجبار څپاند
![]()
![]()
![]()
نه مـــرمه ورځـه سر ته مې مه كـينه تږی يمـــــــه ولاړه شــه اوبـــه راوړه
نه دي غشي ، زړه باندې خواږه لګي سترګـــې دې راپورته کړه باڼـه راوړه
تاويل چـې ســـترګــې تورومــه پــرې تاويل دســـــــوي زړه رانجــــــه راوړه
نه به څښــي لېوال دغه ترخه شراب ته ورته د ســـــرو شونډو خواږه راوړه

تا سره ځما ګذاره ګرانه ده
ته لکه شیدی لکه پیروی یی
زه لکه ملا ګذاره ګرانه ده
![]()
![]()
د غـــزل پـــه فـــرد کې ورک يم
د خپل زړه په درد کــې ورک يـم
پــــــېــښــوره! لـــــټـــــوه مـــې
د کــــابـــل په ګرد کـې ورک يـم
نصرت الهام
زمامرمرجانانه
زما ساقي زماساغر جانانه
چى ستر څښتن دى پرې سوګند يادګړى
زما زيړيه مازيګر جانانه
مادې احساس كړې پلوشې د ښايست
زما روان پر ځمكه لمر جانانه
په كريدت د مرغلرو تورو
د سرو الماسو سوداګر جانانه
ستامل لبانې مست سپرلي راسپړي
زما سوما زما كوثر جانانه
زمونږ د ښار پدې مطرح ښكلو كې
زما ښايسته اول لمبر جانانه
ماته د عشق شنه فلسفه ووايه
زما د مينې پېغمبر جانانه
د ښايسته وو مرواريدو مينځ كې
زما رخام زما مرمر جانانه
د رب په روى په سوله غور وكړه
زما طالب ملا عمر جانانه
( لیمه لغمانلوريزال )